کابل ټکی کام

نایاب: ترینکوټ کې ۱۸۱ طالبان وژل شوي،طالبان وايي ۵ تنه وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۸) زرغون خوږیاڼی

د اروزګان ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب رسنیو ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د امریکا هوايي ځواکونو په ترینکوټ کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي چې په کې ۱۸۱ طالبانو وژل شوي او ۶۱ تن ټپیان شوي دي.

بلخوا طالبانو په یوه خبر کې ویلي چې تر اسه پورې په دې جګړه کې ددوی ۵ تنه وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

طالب ویندوی په خبر کې زیاتوي، چې دوی نورې ۱۸ پوستې له دولتي ځواکونو هم ونیولې، ویاند وايي، مونږ دا ادعا په کلکه ردوو چې الوتکو ۲۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

قاري یوسف احمدي وايي،  ((دښمن غواړي په دې ډول کاذبانه ادعاوو سره خپلو مورال بایللو عسکرو ته روحیه ورکړي چې د جګړې په ډګر کې د تېښتې او ورخطایي په حالت کې دي)).

ویل کیږي، اوسمهال د ترینکوټ د جګړې د قابو کولو لپاره د قندهار امنیه قومندان جنرال رازق سره له خپلو ځواکونو ترینکوټ ته رارسیدلی.

د کورنیو چارووزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د ارزګان مرکز ترینکوټ د جګړې قومنده رازق په غاړه واخیسته، دوی هیله څرګنده کړه چې د جنرال رازق ځواکونه به د طالبانو بریدونه په شا وتمبوي.

Exit mobile version