کابل ټکی کام

د کفــــــــــــــارو نوې دسیـــــــسه

کابل ټکی کام ۱۹وږي/۱۳۹۵، لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
مسلمانانو متوجه شئ!
د قربانۍ اختر را روان دی، په دې کې قرباني کول په غني مسلمان واجب او لازم دي، دا ابراهیمي سنت او طریقه ده چې زموږ په دین کې ستر شان لري.
په دې کې سخت ډېر حکمتونه دي، د غریبانو او بې وسو خیال پکې ساتل شوی، مسلمان ته په دین باندې د ایثار او قربانۍ تعلیم ورکړل شوی، په دین باندې د ضرورت پر وخت د خپل سر د قربانولو ذهنیت جوړېدنه پکې نغښتې او د دین له شعائرو څخه یو ستر شعار دی.
د کفارو نوې دسیسه داده:
ټولې رسنۍ، رادیوګانې، بي بي سي، ازادي، امریکا غږ ‏، بل او بل ټول دا ډندوره غږوي، چې په حیواناتو کې یو قسم مهلک جراثیم پیداشوي، چې ډېر خطرناک او وژونکي دي، د قربانۍ په وخت دغه مېکروب او جراثیم انسان ته انتقالیږي، چې د مرګ سبب ګرځي.
مسلمانانو!! سخت ډېر متوجه شئ!! په دې سره کفار غواړي، دا وجیبه له مسلمانانو پاته شي، کافر خپل شیطاني نیرنګ پر مخ بوځي، مسلمان دېته ذهناً او عملاً اماده کړي، چې د دین یو عظیم امر د احتمالي خطر له وجې په مسلمان پریږدي او بیا په خپل منځ کې په مونږ او تاسو پورې وخاندي، چې دوی هم ځان ته مسلمان وایي، د مرګ د احتمالي خطر په وجه تر دین تیریږي.
ګورئ!! د مسلمان شان خو دا دی چې د خپل سر په قربانولو د دین څخه باید دفاع وکړي، د جهاد ډګر ګرم وساتي.
خو کفارو جهاد د ترورېزم په نامه د مسلمانانو په جامعه کې تشریح کړ او ټول عام مسلمانان یې د جهاد له فریضې په شا کړل، اوس غواړي دا اسلامي شعیره هم د داسې تبلیغاتو په خورولو سره زیانمنه کړي.
کفار د مسلمانانو ازلي دښمنان دي، نه غواړي د نړۍ په مخ د اسلام رنګ او طریقه ژوندۍ پاته شي، د دوی ستر ارمان همدا دی.
نو اې مسلمانانو!!
په دین ننګ وکړئ، په دین غیرت وکړئ او د کفارو سره د عقیدې په سر دیني تربګني پخه کړئ لکه د خپل تربور سره د پولي او پټي په سر دومره تربګني کوئ، چې تر یوه لوېشت خاورې او یو غوړپ اوبو نه ورتېرېږئ، نو د کافر سره هم د اسلام په سر همداسې تربګني سر ته ورسوئ.
سږکال د قربانۍ اختر په اضحیو تر پخوا ډېر ولمانځئ، د کافر سره د دښمنۍ او حساسیت په ښودلو د قربانۍ دغه ډګر داسې ګرم وساتئ، لکه ستاسو بچیانو، طالبانو او مجاهدینو چې د کفارو سره د جهاد د مقابلې ډګر د خپلو سرونو په قربانولو سره څومره ګرم ساتلی!!
دا به ډېره د ننګ څخه لېري وي، چې د کفارو په ډندورو د اسلام دغه عظیم شعار، د اختر د قربانۍ سلسله، کمزورې شي.
ستاسو وروڼه او ځامن به د جهاد په ډګر کې د سر په بایللو ستاسو د دین دښمنان ذبح کوي، تاسو د اختر د قربانۍ په ډګر کې د پیسو په بایللو، د کفارو په ضد او د هغوی سره  د دښمنۍ په ښودلو ډېر پسونه او غوایان ذبح کړئ، کافر په دې پوه کړئ، چې مونږ خپله اسلامي طریقه په هېڅ قېمت نه پریږدو.

Exit mobile version