کابل ټکی کام ۲۸میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې نن سه شنبه د مازدیګر ۵ بجې شاوخوا د دغې ولسوالۍ د قومندانۍ پر ودانۍ باندې د وسله والو طالبانو له لورې سخت برید شوی دی.
د هرات امنیتي چارواکو هم پېښه تأیید کړې ده، او زیاته کړې یې ده چې طالب جنګیالیو ډله ییز برید کړی دی، او لا هم جگره روانه ده.
د هرات د پولیسو قوماندان ښاغلی عبدالرووف احمدي وايي چې د دغه ولایت یادې ولسوالۍ ته تازه دمه قوه لېږل شوي ده.
چارواکي وایي چې دغه جګړه د امیرک نومي طالب قوماندان له لورې رهبري کیږي.
د یادونې وړ ده چې طالب جنګیالیو تېره ورځ د دغه ولایت د شینډنډ پر ولسوالۍ برید کړی وو.
د شینډنډ ولسوالۍ د ځایي خلکو پر وینا چې یواځې د ولسوالۍ بازار د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی، او نورې ټولې سیمې د طالب جنګیالیو لاسته لوېدلي دي.
ځینې شنونکي وايي چې طالب وسلوال د کندز له سقوط څخه وروسته په جګړه کولو کې پیاوړي شوي دي، او غواړي چې شمالي ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.