(کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۱ ،۹۴ ۱۳ل)
د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ نه په ترلاسه شوي خبر کې راغلي دي چې نن غرمه مهال شاوخوا۱۲ بجې د سید کرم ولسوالۍ اړوند جان غنډي په سیمه کې طالبانو له لوري په پولیسو برید ترسره شوی، چې په پایله کې ۱ عراده رینجرموټر او۱ عراده ټانګ ویجاړ کړي ، چې د ۱۱ تنو پولیسو د مرګ او ژوبلې سبب شوی دی .
طالبانو بريد د پخلي تر څنګ ويلي دي چې، پولیسو د تلفاتو په لیده سره شاتګ کړی .
او همدا رنګه په بله نښته کې طالبانو د یادې ولسوالۍ د چینو په سیمه کې هم د افغان پوځ پر رینجر موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه ترسره شوې چې ،۵ تنو ته يي مرګ او ژوبله اړولې .
حماس افغان
