کابل ټکی کام

مهم خبر : هلمند مارجه کې د سیپن ماموريت او مهم پوځي مرکز طالبانو نيولی

 (کابل ټکی کام :سه شنبه ،لړم ۱۲ ،۹۴ ۱۳ل)

هلمند : د مارجې ولسوالۍ اړوند سیپن مارموريت او مهم پوځي مرکز طالبانو د تېرې شپې پراخ تعرضي بريد په نتيجه کې په بشپړه توګه نیولی او افغان سر تېرو ته يي دروند ځاني او مالي زیان اړولی دی .

طالبانو ويلي ددوي سلګونو ملګرو نن وختي سهار مهال په یاد ماموریت او پوځي مرکز پراخ بريدونه پیل کړل چې درنده جګړه رامنځته شوه او په پایله کې يي ماموريت او پوځي مرکز باندې بشپړ کنټرول راوست .

دغه راز طالبانو زیاته کړې چې د جنګ په ډګر کې د افغان پوځيانو ۱۷ تنه جسدونه اوس هم پاتي دي .

د یادونې وړ ده چې طالبانو په دغه جګړه کې  د ګڼ شمېر مهماتو نیولو خبر هم ورکړی دی .

حماس افغان

Exit mobile version