ډیر کم شمیر هیوادونه پیدا کیږي چې د هیواد واکمن ګوند او د ګوند مشر دې په انتخاباتو کې پرلپسې کامیابي ترلاسه کړي.
دشاهي کورنیو ډیرکم هیوادونه پاتې دي چې په کورنۍ وراثت کې ورته واکمني پاتې وي چې د وخت په تیریدو سره کیدای شي له منځه ولاړه شي نور ټول نظامونو د انتخاباتو د نتایجو په ښو پایلو کې منځ ته راځي .
ترکیه هغه هیواد دی چې نسبتا د ګاونډیو هیوادونو په پرتله پکې جمهوریت ته درناوې کیږي او پکې بیلا بیل ګوندونه شتون لري چې په سر کې ۴ ګوندونه په انتخاباتو کې دپارلمان د چوکیو دترلاسه کولو رايې ګټې نور ګوندونه يې دانتخاباتو په مهال د لویو ګوندونو ملاتړ سره خپلي تګلاره ساتي.
په ترکیه کې د عدالت او پرمختګ ګوند چې د A.K.P)) په لنډیز یادیږي د ۱۴ کالو را پدیخوا پرلپسې کامیابي ترلاسه کوي چې د اردګان اسلامي نظامپاله ګوند هم یادیږي په هیواد کې يې دومره فعالیتونه کړي او د خپلې پالیسۍ له مخې يې مخالفو ګوندونو سره د نظام په چوګات کې لاره خپله کړي چې د انتخاباتو په پایله کې يې څوک مخالفت نشي کولای اردغان په قانوني او رڼو انتخاباتو کې داخل او بهر سیاسي مخالفینو سره د ترکيي د قانون په چوکاټ کې چلند کوي .
د نومبر د لومړی نیټې انتخاباتو د ترکیي تاریخ بیا تازه کړ او د اردغان په مشرۍ د عدالت او پر مختګ ګوند واکمنې ته يې لاره برابره کړه ؛ که څه هم په تیر ميئ میاشتې کې په پارلماني انتخاباتو کې د عدالت او پرمختګ ګوند غوڅ کامیابي نه وه ترلاسه کړې خو د نومبرد لومړی نیټې انتخاباتو چې په ترکیه کې په زیات تعداد خلک پکې برخه واخسته د عدالت او پرمختګ ګوند خوڅ بریا حاصله کړه.
د انتخاباتو په لومړی شمیرنه کې د اردغان ګوند ته 47.4 فیصده رایو اکثریت ښودل شوې خو د ترکیي د تلویزیون د معلوماتو له مخې ویل کیږي چې دا شمیره به نور هم زیاتي شوي چې طیب اردغان وکولای شي په پارلمان کې 550 چوکیو څخه 316 چوکې وګټي اوهم دخپل ګوند په غړو دحکومت جوړونې کامیابي ترلاسه کړي.
دګوند موجوده رئیس داؤد اغلو چې دترکې صدر اعظم هم دی دکردانو او نور مخالفینو سره هوکړه کړي چې داولس په مرسته به ډاډمن انتخاباتي سستم لپاره نوی قانون جوړوي.
په ترکیه کې د اردغان دکامیابي رازپدې کې دی چې رجب طیب اردغان دټولو سیاسي ګوندونو ، مذهبي لګکیو ، دمطبوعاتي ازادۍ ، دهرمذهب کلتور ته درناوي کوي ، داولس حقوق ، دسیاسي ګوندو په نظام کې منل شوو حقوقو مراعات کوي ، بهرنۍ فعال سیاسي پالیسي لري، دخپل ګوند ټولو غړوته داهلیت اومقام درناوي لري ، په ګوندي کې دعلمیت او اهل کار پیژندنه کوي ، په سیمه کې دترکیي پاليسي روښانه ساتي اونور ډیر عوامل دي چې اردغان خپله اوملګري يې اولس ته صادقانه خذمت په کولو پرلپسي کامیابي ترلاسه کوي.
