افغاني نابغه سباوون ننګرهاري دکابل ټکی کام سره څه وخت مخکی مرکه کړی و، چې ډیر زر به د هغه د مرکې پشپړ متن مینوالو ته نشر کړو.
سباوون ننګرهاری چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د سیمې اصلي اوسیدونکی دی، کورنۍ یې هغه مهال پاکستان ته په کډه شوه چې په افغانستان کې د روسیی تالي څټو د منحوس کمونستی رژیم کودتاه وشوه او پر دغه مظلوم ملت یې د خپل ظلم او جبروت توره وریځ راټیټه کړه.
سباوون ننګرهاری د پاکستان په پیښور کې زیږیدلی کورنۍ یې اوس هم په پیښور کې ژوند کوي، سباوون ننګرهاری اوس مهال د ۱۱ کلونو دی، د مکتب په ۷ ټولګي کې زده کړه کوي خو هم همهاله په پوهنتون کې محصلینو ته درس هم ورکوي.
نوموړی په دې وروستیو کې د رسنیو له لارې ډیر ځکه شهرت پیدا کړ چې د نبوغ او عبقریت فوق العاده نښې نښانې پکې څرګندې شوې.
نوموړی په خپلو خبرو کې داسې څه وایې چې اوریدونکی ورته ګوته په غاښ کیږي، نوموړی د یوه ډیر اعلی استعداد درلودونکی دی چې خلک یې نابغه بولي او په رښتیا هم نابغه دی خو د تیرو نابغه ګانو نه په یو لوړ توپیر چې دی کوچنی ۱۱ کلن نابغه دی.
له نوموړی سره مو مرکه کړې چې په ډیر نږدې وخت کې به یې د خپلو مینه والو په مخ کې کیږدو څو د استفادې وړ یې وګرځي.
پوره مرکه به زر نشر شی
