لیکنه : داکترسيرت افغان
سره له دی چی دحمل ضد درمل یوشمیر ناوړه او ژوند تهدیدونکی بدتاثیرات لری لکه: دسینواورحم سرطان،دوینی لوړفشار،مغزی سکته،دوزن زیاتوالی،دوینی دغوړو زیاتوالی او داسی نور….
اونه هم دطبابت اخلاق داسی خودسرانه اوبیدون دداکتر له مشورع او اجازۍ داسوکړنو اوعملونوته اجازه ورکوی لکه دوی یی چی دمیډیا له لاری کوی، اونه هم شریعت د دوی له دی شعار اوگفتار سره موافق دی لکه دوی چی وایی:
دکورنی نظم اوتنظیم د اولادونو دتعداد پهکموالئ سره رامنځته کیږئ، ځکه که داولادونو په کموال سره نظم رامنځته کیدلای نو حضرت محمد صلی اللّٰه علیه وسلم به دمومنانولپاره هغه ښځۍ نه انتخابولی کومۍ چی ډیر اولاد زیږوی اونه به یی دا ویل چی په ورځ دقیامت زه ستاسو(خپل امت)دشمیر په زیاتوالی ویاړم.
راځو اصل خبری ته هغه داچی په میډیاکی دحمل ضد درملو،پوکانو(کانډوم) او دیته ورته شیانو اعلانات د څه لپاره!؟
ځـــــــــــــــــــواب:
دا دفکری یرغل هغه برخه ده ترڅومو د داسی بی حیااوبی شرمو اعلاناتوپواسطه کورنئ نظم او اخلاق خراب اوپه نوی نسل کی مو بی حیایی رواج او عامه کړی.
ځـــــــــــــــــــــــــکه:
✴نوموړی اعلانات پداسی حال کی کیږی چی تلویزون ته دیوی کورنی ټول غړی لکه نر او ښځی، بوډاگان او ماشومان ناست وی چی دکورنیو دغړیو (نراوښځو) ترمنځ دحیا دجوهر دمنځه تلو او د دوی ترمنځ دبی شرمی سبب کیږی او بل داچی ماشومان په کوچینوالی کی دهرڅه پوښتنه کوی نو ددی (پوکانی) په هکله به هم یوشمیر سوالونه وکړی لکه دا څه دی؟ او دڅه لپاره دی؟
✴بل داچی دغرب د داسو اعلاناتو، برنامو اونیمه بربنډ سریالونو څخه دا هدف دی ترڅو مو په تدریجی ډول داسی ناوړو اوبد اخلاقه اعلاناتو، تصویرونو،…..پواسطه احساس مړ کړی ځکه داحساس لرل اونه لرل مثال دمړه اود ژوندی دی، نوکه چیری خدای مکړه احساس مو مړ شو بیاموداسی وگڼه لکه مړه چی هرڅه به مو دبل په واک او اختیار کی وی.
په آخرکی موله هغه لوریو اوجهتونوڅخه داغوښتنه ده چی هدف اوشعاریی دشریعت نافذول دی ترڅوددي فحاشیو او بد اخلاقیو دهډو (مډیا) مخه ونیسی!
کنه لیری نه ده چی د ځوان اونوی نسل غټ شمیربه ظاهراً ژوندی خو احساستاً مړه وموندو.
