کابل ټکی کام

 د ایران ډاکټرانو له مړو شوو افغانانو د بدن غړي راویستلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۰) محمد طاهر

 د ولسي جرګې یوې استازې ویلي، په ایران کې ځینې ډاکټرانو له افغان کډوالو د بدن غړي ویستلي، چې ددغو کسانو جسدونه اوس هم په یو روغتون کې پراته دي.

په ولسي جرګه کې د کندز ولایت استازې شکریه پیکان ولسي جرګې ته په خبرو کې وویل، د ایران ځینو ډاکټرانو له افغان کډوالو سترګې، زړه او پښتورګې راویستلي او جسدونه يې د «خاتم الانبیا» په روغتون کې پرته دي.

 دغه کډوال چې شمیر يې اتلس تنو ته رسیږي ایران ته په قاچاقې لارو تللې وو، چې هلته په یوه ترافیکې پېښه کې مړه شوي وو.

افغان دولت د شکریه پیکان په خبر تراوسه څه نه دې ویلي.

Exit mobile version