(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۰) محمد طاهر
د ملگرو ملتونو د مهاجرینو نړیوالې ادارې (آي او ایم) پرون چهارشنبه وویل، د میدیترانې په سمندرگي کې د پناه غوښتونکو کډوالو یوه کښتۍ چې پکې ۱۴۷ کسان سپاره و ډوبه شوې ده، له دوی نه یواځې یو ۱۶ کلن هلک ژوندی ژغورل شوی دی.
د ژغورنې عملې دغه هلک د ډوبې شوې کښتې پر یوه ټوټه د اوبو پر سر وموند، ژغورل شوي هلک ویلې، په دغې کښتې کې ۱۴۷ کسان سپاره و چې ۵ تنه پکې ماشومان او ځینې ښځې ورسره هم موجودې وې چې ټول ډوب شوي دي.
دغه ټول مسافر د افریقایي ملکونو و، چې په لیبیا کې د سبارتا د سیمې نه په دغې کښتۍ کې سپاره شوي و،
د ایټالیې د سمندر یو حفاظتي مامور ویلي، د میدیترانې د سمندر نه ژغورنکو د تیرو پنځو میاشتو په دوران کې لږترلږه ١١٠٠ تنه ژغورلي دي، خو هغه ددې کښتۍ د کسانو دژغورنې په هکله څه و نه ویل.
د مهاجرینو نړیوالې ادارې د راپور له مخې سږ کال د شمالي افریقا نه ایټاليې ته شاوخوا ۶۰۰ پناه غوښتونکې په لاره مړه شوي، خو تیر کال د مړو شوو پناه غوښتونکو شمیره ۴۶۰۰ تنو ته رسیدلې وه.
