کابل ټکی کام

سیریالونه ـ پلانونه/ دوهمه برخه

جواد څارګر

کله چې په ۱۹۶۲م کال کې د”مکسوني فاتیکاني“ په نامه دوهمه غونډه جوړه شوه او شا وخوا درې زره تنه هغه پادریان پکښي راجمع شوي ول چې په ټوله نړۍ کې کلیسايي نظام سنبالوي.

د غونډې مسیحي ګډونوالو په یاده غونډه کې دمطبوعاتو په اړه داسي څرګندوني وکړې:

۱: مطبوعاتي آلات د کلیسا د ضروري او وجوبي شیانو څخه دي؛ تر څو خپل غږ او عقیده د مطبوعاتو پر مټ، تر خلکو ورسؤو.

۲: د کلیسا لپاره ضروري ده چې د اتصال ټول عام آلات استعمال کړي، او په خپله ولکه کې یې واخلي؛ ځکه چې دغه ټول د مسیحي تربیت او دعوت دترویج او تبارز لپاره اړین دي.

۳: پر دعاتو لازمه ده چې په دغه میدان کې د دغو آلاتو داستعمال لپاره بېړنی قدم کښېږدي، تر څو د انجیل هغه وجوبي  ذمه داري پوره کړي کومه چې زیاته مهمه ده.

۴: د کلیسا پر ټولو غړو لازمه ده چې خپلي هڅي سره یو کړي، او په فعاله توګه دمطبوعاتي آلاتو په استعمال کې د یو بل سره مرسته وکړي؛ په هغه کې له هیڅ سستۍ څخه کار وانخلي او په ستر اهتمام سره دغه کار پر مخ بوزي.

۵: باید دکاتولیکي رسنیزو او اعلامي سټېشنونو په جوړولو کې هیڅ موقع له لاسه ورنه کړل شي او باید دا اهتمام وشي چې دغه شبکې پر لوړ او معیاري کچه ورغول شي.

۶: په لا لوړه کچه د دغو آلاتو د استخدام لپاره باید پوه کاهنان او راهبان تیار کړل شي تر څو ددغو وسېلو له لاري د رسالة حق ادا کړي او باید د هرڅه التزام په فني، ادبي او عقیدوي توګه وشي.

۷: باید داسي ادارې او معاهد ورغول شي چې د فلمونو ستوري او ایکټران، د راډیو او تلوېزون په چینلونو کې کار کوونکي وروزي ، چې په دې سره به نړیوالو ته داسي ثقافت وړاندي کړو چې په مسیحي روح خړوب او دکلیسا دپرمختګ او ودانولو ذریعه وګرځي.

۸: پر کلیسایي وګړو لازمه ده چې د کاتولیکي نشراتو او اخبارونو تر ممکن حده مرسته وکړي؛ دراډیو او تلوېزون نشراتي چینلونو، او سینمایي فلمونو ته ښه کمپاین وکړي.

۹: د سېنمایي فلمونو او راډیویي او تلوېزوني چینلونو دادارې دنشراتو دمرستي او کومک لپاره باید ځانکړي مؤسسې جوړي شي تر څو په هرډول حالاتو کې تر ممکن حده دهغوی مرسته وکړي.

۱۰:  دغه وسائل باید دمسلمانانو د نصراني کولو او د منصرینو د تیارولو لپاره په کار واچول شي ، تر څو په عین وخت کې تنصیر ته ښه معلومات وړاندي کړي کوم ته چې هغه اړتیا لري.

۱۱: ښایي مطبوعاتي څانګه په مختلفو ژبو ښه فعاله وساتل شي او د نړۍ په هر ګوټ کې چې مونږ اړتیا ورته لرو، باید په هر اړخیزه توګه ورسول شي.

د امریکایي اشغال راهیسې زموږ په هیواد کې ۱۴۰۰ رادیو ستیشنونه یواځې انټرنیوز تر ۲۰۱۳ کاله انسټال کړې وې، او له شلو زیاتو تلویزونونو فعالیتونه پیل کړي، چې هره یوه رادیو او تلویزیون، هره ورځ له دریو ـ څلورو زیات سیریالونه نشروي

له دې یې تاسو اندازه ولګوئ چې دورځې ټول ټال، څومره سیریالونه افغانانو ته نشرېږي!؟

د هر چینل تر شاه خارجي سفارات ولاړ دي، مالي تمویل یې کوي او امریکایان او بریټانویان د انټرنیوز پر نوم، په کابل کې ادارې لري، ددې لپاره چې رسنۍ تمویل کړي.

په نهمه ماده کې دوی وایي “دسېنمایي فلمونو، راډیویي او تلوېزوني چینلونو دادارې دنشراتو دمرستي او کومک لپاره……” دا کوم سفارات چې ددوی تر شاه ولاړ دي، تمویل یې کوي او مواد ورته تهیه کوي؛ داده همدغې مادې دپلان برخه ده، ترڅو وکولای شي افغاني کلتور منزوی او پر ځای یې دلته پردی کلتور ترویج، او دځوان نسل اذهان دبې لارېتوب پر خوا رهبري کړي.

د بېلګې په ډول؛ موده وړاندې د “تُلسي” پر نوم، یو هندي سیریال له یوه افغاني چینل څخه نشرېده د سیریال مرکزي ممثل دمقابل لورې په ډزو زخمي شوی او دکوما حالت ته تللی

ماښام مسجد ته یوې کورنۍ ددې لپاره حلوا لېږلې چې ګوندې خدای، دې ممثل ته کامل صحت نصیب کړي؛ دا ټوکې ندي او نه دخندا خبرې دي بلکې دا یو مسلَّم حقیقت دی.

افغانان په تمامه معنا پاک زړي، او سوچه مسلمانان دي او غربیان یې له همدې پاک زړېتوبه ناوړه استفاده پورته کوي

دمنحرفو سیریالونو په وساطت یې اذهان تحریفوي او له خپل پاک کلتور څخه یې دغرب او هند دناوړه کلتور خپلولو ته رهنمایي کوي. . .

Exit mobile version