(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۲) محمد طاهر
د کډوالو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، د کډوالو د راستنیدو بهیر به په دوه یا درې ورځو کې پیل شي، چې په روان کال کې به تر ۷۰۰ زرو کډوال له پاکستانه خپل هیواد ته راستانه شي.
یاد وزارت وایي، تیر کال ۷۰۰ زره کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي و، چې اکثره یې ننګرهار ولایت کې مېشت شول. سږ کال به هم تر ۷۰۰ زرو زیات کډوال خپل هیواد ته راستانه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، تېر کال یې افغانستان ته هر ستنېدونکي کډوال ته څلور سوه ډالر مرسته ورکوله، خو سږ کال دا مرسته ۲۰۰ یا ۲۵۰ سوو ډالرو ته راټیټه شوې ده.
هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو له خبرو ښکاري، چې له ډېرو مالي او اقتصادي ستونزو سره به لاس او ګرېوان شي، چې تر ټولو لویه ستونزه یې بچیانو ته د زده کړې ده. بل خوا افغان چارواکو ویلي، د راستنیدونکو ماشومانو د زده کړو لپاره يې لومړی پړاو ته تیاری نیولی،
لا معلو مه نه ده، چې ټول ستنیدونکې ماشومان به د زدکړو نه برخمن شي او که به له ناڅرګند برخه لیک سره مخ شي.
