کابل ټکی کام

افغانستان کې د ۷۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمينټو فابريکه جوړېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۲) الماس خدرخېل

راپورونه وايي، د چک جمهوريت په پام کې لري چې په افغانستان کې د ۷۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمينټو د توليد فابريکه جوړه کړي.

د چکي رسنيو د راپور له مخې دغه فابريکه به د افغانستان په لويدځ کې د اويا ميليونه ډالرو په لګښت جوړه شي.

رسنيو ويلي، افغانستان او چک جمهوریت ترمنځ په دې اړه موافقه به په دوو میاشتو کې لاسلیک شي.

ويل کېږي، دا نوې فابریکه به په ورځ کې ۱۶۰۰ ټنه سمینټ تولیدولی شي.

افغانستان ډيری سمينټ د ځينو ګاونډيو هېوادونو څخه سمينټ واردوي، چې د دې نوې فابريکې په جوړولو سره به پر ګاونډيانو د سمنيټ په برخه کې د افغانستان احتياج يو څه راکم کړي.

Exit mobile version