تبصره
افغانستان کې د مطبوعاتو په اړه د نورو برخو په څیر کوم د یاد وړ پرمختګ نه دمخه شوی او نه اوس کیږي. هغه په دې خاطر چې مطبوعاتو ته لکه څرنګه چې لازمه ده هغه رنګ ازادي نه ده ورکړل شوې او نه اوس شته. هر حکومت او نظام چې په افغانستان کې حاکم شوی دی هغه نظام، مطبوعات د ځان تابع ګرځولي دي. لویه ستونزه دا ده چې مطبوعاتو ته تر اوسه په یوه نظام کې هم د مطبوعاتو په سترګه نه دي کتل شوي.
په افغانستان کې د کمونیستي کودتا را وروسته مطبوعات په ګوندي شکل بدل شوي دي؛ ټولې لیکنې، خبرونه، مرکې، تبصرې، سرلیکنې، فلمونه، سریالونه او نورې خپرونې د هیواد د قانون له مخې نه، بلکې د ګوند د پالیسۍ له مخې په فعالیت بوخت و.
په افغانستان کې د مطبوعاتو بنسټ په ۱۹۰۷م کې ایښودل شوی دی خو تر نن ورځې پورې مطبوعاتو ته ازادي نه ده ورکړل شوې. تیره ورځ چې په ارګ کې د یو شمیر ژورنالیستانو سپکاوی وشو ورپسې ارګ د بیان د ازادۍ په تړاو یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل: چې ولسمشر د بیان ازدۍ ته ژمن دی او په دې تړاو يې ډیرې هلې ځلې کړي دي.
په ارګ کې د ژورنالیستانو سپکاوی هغه وخت وشو چې اشرف غني یوه خبریال ته د هغه د پوښتنې کولو اجازه ورنه کړه او د ولسمشر ویاند پوښتنه کوونکی خبریال په سپکو الفاظو وراټه.
دمخه کرزي او اوس اشرف غني دعوه کوي چې حکومت یې د بیان ازادۍ ته ژمن دی خو په اصل کې اوس مطبوعاتو ته ارګ، یو زندان جوړشوی دی. ژورنالستان د بیان د ازادۍ پر بنسټ ازادې پوښتنې نه شي کولاى هغه څه نشر ته سپاري کوم چې د ارګ په اعلامیه کې لیکل شوي وي.
دا دی د اشرف غني او عبدالله د ګډ حکومت درې کاله پوره کيږي تر اوسه پورې ژورنالستانو ته، دواړو مشرانو په حکومت کې د ستونزو د حل او يا غور په اړه د ژورنالیستانو پوښتنوته وړځواب نه دی ویلی ځکه خو په افغانستان کې ټول ژورناليزم او مطبوعات د ارګ د اعلاميې پورې تړلي دي.
په افغانستان کې چې هرډول ګډوډي راغلې ژورناليزم ته که پوره درناوى نه دي شوى خوله ارګه ورته د اوس په څير زندان هم نه دي جوړ شوى.
د بيان يا ژورنالیستانو په مرۍ پښه ايښودل يواځې دا نه چې مطبوعات تر سانسور لاندې وساتل شول دلته د بیان یا ژورنالیستانو د سپکاوي مسئله د منلووړ حکومت نه وي او بیا چې له ځایه د جان کیری په لاس جوړ حکومت وی هغه به په ولس کې د ژورنالستانو په سپکاوي نورهم سپک شی.
د اشرف غني او عبدالله لپاره ژورنالیستان سپکول د دوی په تاوان تماميږي؛ دا چې دواړه د ولس په وړاندې چوپ پاتې دي دا چوپتيا یې بې اعباري نوره هم زياتوي. که دواړه په ډاګه ووايي چې واک نه لرو واک د اشغالګرو په لاس کې دى شايد ولس ورسره په بې واکۍ کې خواخوږي پيدا کړي. دا چې د ژورنالیستانو سپکاوي کوي د ولس پر وړاندې به نور هم سپک او بې باوره شي.
د ژورنالیستانو په سپکاوي هيڅ وخت حکومتولي نه کيږي؛ د ژورنالیستانوپه وړاندې چې څوک ځواب نه وایي او يا یې سپکاوی کیږي د حکومت پر وړاندی ستونزی نوری هم زیاتیږي. کله چې د مطبوعاتو له ليارې د ولس سره ستونزې شريکې کړاى شي او د حل د لارې په لټولو یې غور وکړاي شي هغه حکومت د کامیابیو په لور روان وي.
له ژورنالیستانو سره د افغانستان د حالاتو په اړه، د امنیت په تړاو، د ګډ حکومت د مشروعیت په تړاو، د فساد په تړاو او په ځینې نورو برخو کې ډېرې پوښتنې شته، چې باید ولسمشر او اجرائیه رییس ورته ځواب ووايي.
خبریالان وایي، له ولسمشرۍ ماڼۍ نیولې تر وزارتونو، ولایتونو او نورو ادارو، ټول هغه معلومات له خلکو پټ ساتي کوم چې د دوی لپاره د عار خبره ده.
د حکومت ټولو چارواکو ته په کار ده، چې د خلکو او ژورنالیستانو پوښتنو ته ځواب ووايي، ځیني پوښتنې پر ګواښ له منځه نه ځي، بلکې نور مشکلات هم زیږوي.
اوسنی حکومت به تر څو د خلکو په خولو لاس .دي او د خپل ولس له پوښتنو به تیښته کوي، د دوی ټولې چټلې کړنې افغان ولس ته معلومې دي، خو دوی خپله خپل لاس تړلې دي او اوسني مشران يې د واک په ګدۍ کښېنولي دي.
