(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۴) محمد طاهر
د سوریې ولسمشر بشارالاسد له فرانس پریس خبري اژانس سره یوه ځانګړې ویډیويي مرکه کې ویلي، د ادلب ښار په خان شیخون سیمه کې د کیمیاوي برید راپورونه ۱۰۰ فیصده غلط دي.
نوموړي له «اي ایف پي» سره د خبرو په مهال ویلي، د سوريې دولت په ۲۰۱۳ کال کې کیمیاوي وسلې له منځه وړي، هغه زیاته کړه که له مونږ سره وی هم نو نه مو استعمالولې.
خو په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، مونږ جنګي الوتکې ولېدي چې په خان شیخون سیمه يې بمبار وکړ، خو روسیه بیا د دغه برید په اړه ویلي، چې د وسله والو یوه کیمیاوي زیرمه تر برید لاندې راغلې وه.
د سوريې او روسیې سپیناوي ته د کیمیاوي وسلو ماهرین، ملګرې ملتونه او د امریکا متحده ایالتونه د شک په سترګه ګوري
