نه منونکې یې د حق او حقیقت څخه په انزواکې
د خړې حجرې خړ طالب
انسان هر وخت سوچ او تصور کوي تل د تصور په جال کې ګیر وي د انسان د تصور او سوچ د راخپلولو او را ګیرلو په سر تل د رحماني او شیطاني لښکر تر منځ مقابله روانه ده.
ابوالبشر حضرت آدم علی نبینا و علیه الصلاة والسلام او د هغه بي بي؛ حوا انا چې د جنت څخه اخراج شول د تصور په سر د همدې کشمکش په مقابله کې دې کار صورت ونیو.
اسلام غواړي چې د انسان تصور سالمې خوا ته چې د خپل رب معرفت دی؛ کش کړي په دی هکله زموږ مخ ته پریمانه اسلامي ارشادات ته پراته دي.
د اسلام د مبارک دین فلسفې ته چې څوک تصور وکړي د طریقت مشائخو د رب لور ته د انسان د تصور د راکشولو په باب یو معقول طرز العمل امت ته وړاندې کړی.
خدای جل جلاله انسان هر وخت د خالق یاد ته رابولې او دهغه انسانانو تمجید کوي چې د دوی زړونه د دنیایې کار او مشغلې پر وقت د خپل رب لــه یاده نوې غافل چې داغه حالت ته د انسان رسیدل د طریقت پر اشغالو چې مشایخو من حیث ذریعه او وسیله وړاندې کړې؛ پوره سیر دی.
رِجَالٌ لِاتُلْهِیْهِمْ تِجَارَةٌ وَّ لَا بَیْعٌ عَنْ ذِکْرِاللّه
اَلْنَّاسُ اَعْدآءٌ لِمَا جَهِلُوْا
اوس دا سطحي، زراعتي او پاپړي اجناس وهابیان او د هغوی مالها او ما علیها چې په طریقت نیوکې کوي اصلاً دا کار له حقیقت څخه د دوی د پوره انزوا او خالي والي ستر شاهد دی.
