(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۰)
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان- پاکستان تر منځ دې د پاسپورټ غوښتنې مسله له منځه لاړه شي.
نوموړي دغه څرګندونې په کويټه کې د يوې غونډې پر مهال کړي او زياته يې کړه، چې نوازشريف له افغانستان سره په سوله کولو له پاکستانه د اسيا پړانګ جوړولی شي، خو اوسنيو حالاتو ته په کتو دا کار امکان نه لري.
هغه وويل، که قومونو ته خپل حقوق او پر وسايلو واک ورکړل شي، نو دوی به تر قيامته د پاکستان سره ولاړ وي.
اڅکزي وويل، چې پاکستان يې کور او پاکستان يې ملک دی او په خبره يې چې دغه هېواد زمونږ د مشرانو د قربانيو په پايله کې رامنځته شوی دی.
د پاکستان حکومت د تير ميلادي کال د جون مياشتې راهيسې پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره پاسپورټ درلودل اړين وګرځول او هيچاته بغير له پاسپورته د تلو راتلو اجازه نه ورکوي.
ناتائيد شوي راپورونه وايي، ښايي پاکستان د روانې مياشتې له پنځلسمې نيټې وروسته د تورخم پر پوله بغير له پاسپورټه دواړو غاړو ته د تګ راتګ لپاره اجازه ورکړي.
-الماس خدرخېل-
