کابل ټکی کام

د کلیو پراختیا وزارت: د نه لکو ځوانانو لپاره مو د کار زمینه برابره کړېده

کابل ټکی کام فرید احمد

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت اعلان کړی دی چې د ۹ لکو کسانو لپاره یې د کار زمینه مساعده کړې ده.

وروسته له هغه چې افغان ولسمشر غني د بې روزګارۍ د ختمولو نوی پروګرام اعلان کړ، د کلیو د پراختیا وزارت ددغه پلان په اجرا سره ۹ لکه کسانو ته د کار زمینې برابرولو اعلان کړی دی.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت پرون په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې نن ورځ به ۴۳۰ فارغ التحصیل ځوانان او ټولنیز فعالان په ۳۹ ولسوالیو کې په کار وګمارل شي.

راپور وايي چې وزارت دعوه وکړه چې په دویم پړاو کې به په ۱۵۰۰۰ کلیو کې درې لکه او پنځه اویا زره خلکو ته زمینه برابره شي او په کارونو به وګمارل شي.

۲۰۱۲ کال په سروې کې د افغانستان د بې روزګاره خلکو شمیر ۴ میلیونه وو، خو د اشرف غني له راتلو سره دغه شمیره نوره هم پورته ولاړه، نو تقریباً یولک او څلویښت زره افغان ځوانان په نیمروز غورغوري واوښتل او د ایران له لارې اروپایي هیوادونو ته د تلو په تکل سفر پیل کړ، چې دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو لوی تعداد خلک دي چې په ډيره کمه موده کې د بې روزګارۍ له امله مهاجر شوي دي.

Exit mobile version