کابل ټکی کام

بېړنی خبر: نامعلومو وسلوالو زابل کې یو ځل بیا ۲۲ تنه مساپر تښتولي

کابل ټکی کام ( هفته، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل)

له زابل ولایت نه خبرونه وايي یو وار بیا په زابل ولايت کې ۲۲ تنه مساپر نامعلومو وسلوالو تښتولي او نامعلوم لوري ته يي انتقال کړي دي.

د زابل ولایت امنيت آمر غلام جیلانی فراهی او پولیسو هم  دغه پېښه تائید کړې او په دې اړه يي نور جزئیات نه دي ورکړي .

د جيلاني په وینا دغه پېښه نن سهار مهال ۵ بجو کې د کلات اوشاه جوي ولسوالۍ ترمنځ کابل کندهار په لویه لاره پېښه شوې ده .

تردې دمه ددغو تښتول شو مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستی .

بدرالدين ځواک

Exit mobile version