کابل ټکی کام

مرغان او ملخان

ترجمه : عبد الله صدیقي

په کال 1958م کې دچین واکمن مشر خپل ملت ته امر وکړ، چې موسمي مرغان د ې ټول ووژني؛ ځکه دوی د ځمکې حاصلات خوري او د زراعت محصولات کموي.
د مشر د امر نه وروسته بزګرانو به په زرهاو موسمي مرغان ووژل او چاچې ډېر مرغان وژل هغوی به په انعامونو نازول کېدل. هغوی ته دملې اتلانو لقبونه هم ورکول کېدل.
څه وخت وروسته دچین ټولو اطرافو کې ملخان زیات شول، هغه ملخان چې مرغانو به خوړل، ملخان دومره زیات شول چې یوه غمیزه یې جوړه کړه، دکرهڼې ټول محصولات ملخانو وخوړل، تردې چې په کال 1961م په چین کې لویه لوږه رامنځته شوه او 15 میلیون انسانان د لوږې نه مړه شول.
دا ګومان مه کوه چې د چانه د رزق قطعه کولو یا کمولو سره ستا رزق به زیاتیږی او ژوند به دې ښه شي، دټولو انسانانو رزق په تقدیر کې تقسیم شوی هرچا ته دخپل قسمت په اندازه رسیږی. کېدای شی د کوم کس نه چې ته رزق قطع کوي، هغه ستا نه لوې لوې بلاګانې او شر دفع کړي او ته ورباندې نه پوهیږی.

Exit mobile version