کابل ټکی کام

”له طالبانو سره د بندي کاناډايي کورنۍ ته د کاناډا حکومت ځواب نه ورکوي“

له طالبانو سره د یوه کاناډايي بندي، جوشوا بوایل کورنۍ له خپل حکومته غوښتي چې د جوشوا بوایل او د هغه د مېرمنې، کيټلن کولمن د خلاصولو هڅې ګړندۍ کړي.

د جوشوا بویل ترور، کیلي اوبرین کاناډايي ګلوبل نیوز ویب پاڼې ته ویلي چې د خپلې کورنۍ د غړیو له راخلاصېدو ناهیلي شوي دي.

کاناډايی، جوشوا بوایل او د هغه امریکايي مېرمن، کیټلن کولمن پنځه کاله وړاندې په میدان وردګو کې د طالبانو له خوا ونیول شول او څو ځله په ویډیو کې راښکاره شوي دي.

د بوایل کورنۍ وايي چې له کاناډايي چارواکو یې د دوی د راخلاصولو په اړه ډېر لږ څه اورېدلي دي، له همدې امله یې د د دوی د خلاصون هڅې په خپله شروع کړې دي او په ټولنیزو رسنیو کې یې کمپاین پیل کړی دی.

اوبرین وايي چې له ډېرو کاناډایي چارواکو سره یې دا خبره شریکه کړې ده خو هیچا ځواب نه دی ورکړی. د بوایل کورنۍ هغه او مېرمن یې یوازې څو ځله په ویډیوګانو کې لیدلي او نور حال ورباندې نه لري.

اوبرین ډاډه ده چې د پردې تر شا به یې د کورنۍ د غړیو د خلاصون هڅې روانې وي خو وايي دا هڅې باید لا پسې ګړندۍ شي.

بل خوا، د کاناډا لومړي وزیر، جسټین ټروډو ګلوبل نیوز ته ویلي چې د جوشوا بویل او د هغه د مېرمنې کېس په جدي ډول څاري او له خپلو نړیوالو ملګرو سره به په ګډه هڅه وکړي چې له بنده یې راخلاص او خپلې کورنۍ ته وسپاري.

کله چې له ټروډو د بوایل او د هغه د کورنۍ د خلاصون په اړه د حکومت د پروګرام او هڅو په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي له ځواب ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، نه غواړم د هغه څه په اړه خبرې وکړم کوم چې زموږ اوسنی روان کار له خنډ سره مخ کولای شي.

د بند په موده کې د دې جوړې دوه زامن هم پیدا شوي دي.

یو کال وړاندې (د ۲۰۱۶ز، اګست په ۸مه) جوشوا بوایل، د هغه مېرمن کیټلن کولمن او د دوی دوه ماشومان د طالبانو له لورې په یوه خپره شوې ویډیو کې هغه مهال راښکاره شول کله چې د طالب بندیانو د اعدام اوازې ګرمې وې. له ویډیو سره د طالبانو له لورې یو پیغام هم لیکل شوی و، ”دا یو واضح پیغام دی! د دې جوړې او د اولادونو خلاصون به یې ترهغه په حقیقت بدل نشي، تر څو چې زموږ مطالبات ونه منل شي. که چیرې تاسې زموږ مطالبات پوره کړل، نو دوی به خوشي کړای شي. د کوم چال او دسیسې چلولو کوښښ هم ونکړئ، ځکه دا به تاسې ته فایده ونکړي؛ که زموږ مطالبات مو پوره نکړل، نو له خطرناکو نتائجو سره به مخ شئ. زموږ د صبر د امتحان اخيستلو کوښښ مه کوئ، موږ له ظالمانو او مستکبرېنو سره د متقابل تعامل په ځواب ډېر ښه پوهېږو. او په دې هم پوه شئ چې ناکامي تل د هغه چا په برخه وي چې په امتحان کې د سوال په ځوابولو نه پوهېږي.“

https://www.youtube.com/watch?v=xEuSF-Bgamg

طالبان غواړي د دې جوړې او ماشومانو په بدل کې خپل څو تنه بندیان راخلاص کړي، خو تر دې دمه یې غوښتنې نه دي منل شوې.

دا مهال د دې بهرنیانو تر څنګ له طالبانو سره په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان (امریکايي کیوین کینګ او اسټرالوي تیموتي ویکس) هم بندیان دي. یاد دوه استان د تېر کال په اګست میاشت کې وسله والو طالبانو تښتولي وو او دوه ځله په ویډیو کې راښکاره شوي دي.

طالبانو د امریکایې او استرالیایې استادانوویډیوخپره کړه

په کابل کې امریکايي پوهنتون له طالبانو غوښتي چې استادان دې بې له کوم قید او شرطه خوشي کړي.

کیوین کینګ او تیموتي ویکس د روان ۲۰۱۷ز کال د جون په ۲۱مه نېټه د دویم ځل لپاره په ویډیو کې راښکاره شول. دوی په ویډیو کې وايي چې طالبانو ښه چلند ورسره کړی دی او له خپلو حکومتونو غواړي چې په بدل کې دې یې د باګرام او پلچرخي زندان ځیني طالب بندیان خوشي شي.

طالبانو یو ځل بیا د امریکايي پوهنتون د استادانو ویډیو خپره کړه

د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته افغان حکومت وویل چې په هیڅ ډول به د طالبانو غوښتنې ونه مني.

Exit mobile version