عاطف صاحبزاده
الحمدلله وبه أبدأ،والصلاة والسلام علی من جاءنابخیرمبدأ،وعلی آله وصحبه وسلم،وبعد:
دابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:نبي علیه السلام مدیني منوری ته راغی، نویهود یی ولیدل چه دعاشورا ورځ یي روژه نیوله نو ویی ویل: داڅه دی چه نیسئ يي؟ویي ويل: دایوه نیکه ورځ ده په دی ورځ الله تعالی بني اسرائیلوته له دښمنه نجات ورکړی نوموسی علیه السلام به په دی ورځ روژه نیوله نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :زه ستاسو څخه دموسی علیه السلام په اقتداءباندي ډیر حقداریم ،نو دا ورځ یي روژه ونیوله اوصحابه کراموته یي هم دروژې نیولو امر وکړ.رواه البخاري
دابوقتادة رضي الله عنه څخه روایت دي چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي :دعاشورا دورځې روژه دیوه کال وړاندینیوګناهونو بښونکې ده. رواه البخاري.
دعبدالله ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی فرمایي کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاشورا ورځ روژه ونیوله اوصحابه ووته یي هم دنیولو حکم وکړ نو صحابه کرامو وویل:اې دالله رسوله! داهغه ورځ ده چه یهود او نصاری یی تعظیم کوی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :که دالله خوښه وه او راتلونکې کال دغه ورځې راغلي نو نهمه ورځ به هم روژه ونیسو صحابه فرمایی:چې راتلونکی کال رانغی مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم رحلت کړی وو. رواه مسلم.
امام شافعي، امام احمداو امام اسحاق رحمهم الله فرمایلي: دمحرم دمیاشتې نهمه او لسمه ورځ روژه نیول مستحب دی ځکه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم لسمه ورځ روژه نیولې وه او دنهمې يي نیت کړی وو.
ځینو علماؤ ویلي چه دنهمې ورځې روژه نیولو سبب به داوی چه دیهودو سره مشابهت رانشي ځکه دلسمې ورځ روژه خو هغوی هم نیسي اوحدیث کی هم ورته اشاره شوې ده.
مسلمانانو ته دابیانول پکاردی چې په دې ورځ له هغو بدعی اوغیرشرعي کړنوڅخه ځان وساتي چې ځینې ناپوه خلک یي ترسره کوی .کوم چې امام ابن تیمیة رحمه الله یي په اړه فرمایلي: داسې یوه ډله شته چه دعاشورا ورځ دغم او ویر ورځ ګرځوي اودجاهلیت ځیني کارونه پکې ترسره کوي لکه مخ په څپیړو وهل، ګریوانونه څیرل،غمجن شعرونه ویل او درواغجنې قصې نقلول، داټول ددی لپاره چه غمونه تازه کړي کینه اوجنګ جوړکړي او دمسلمانانو ترمنځ فتنه واچوي کوم چې بعضي وخت حتی مخکنیو خلکو ته دښکنځلو سبب شي،نودداسي خلکو شر اوضررپه مسلمانانوباندي دومره زیات دي چې یو فصیح سړی یي په خپلوخبرو کې نشي رانغاړلی.[مجموع الفتاوی]
همدا رنګه ابن تیمیه رحمه الله ویلي هغه کارونه چه دعاشورا په ورځ یی بعضي خلک ترسره کوی لکه رانجه استعمالول ،غسل کول،نکریزي استعمالول غلې دانې پخول ،دخوښۍ اظهار کول یانور دیته ورته کارونه کول په هیڅ شرعي نص نه دی ثابت نه په کوم صحیح حدیث کی ددی ذکر شوی اونه دصحابه کرامو څخه نقل شوي اونه دمسلمانانو له أئمه ؤ څخه کوم امام مستحب ګرځولي، همدا راز ددې کارونودثبوت لپاره داحادیثو معتمدو کتابونو نه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نه دصحابه کراموڅخه او نه هم دتابعینو څخه کوم صحیح اویاضعیف حدیث په دی اړه نقل کړي اونه څوک په هغه خیرالقرون غوره پیړیو کي ددی کارونودجواز کوم دلیل موندي شې ][مجموع الفتاوی]
نو معلومه شوه چې دغه ټول کارونه کوم چه خلکو له ځانه رواج کړي غیر شرعي دی او جواز نه لری نوپکار ده چه ځان تری وساتوترڅو دثواب په ځاي دعذاب مستحق ونه ګرځو.
وصلی الله تعالی علی خیرخلقه محمد وعلی آله وصحبه وسلم
دعاشورا دورځی روژه نیول اوفضیلت یي
