لیکوال:سراج الدین اعجاز
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر چې نږدې شپږ کاله وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د رسمي سیاسي ادرس په توګه پرانیستل شو، په دې وروستیو کې ېې د تړلو د هڅو خبرونه خپاره شوي دي.
دغه خبرونه د مونیح تر وروستي کنفرانس وروسته تاوده شوي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د بندولو د هڅو د خبرونو په لړ کې وروستی خبر ېې د ګارډین بریتانوی ورځپاڼې ده چې وايي افغان ولسمشر په ډونالډ ټرمپ فشار راوړی او ترې غوښتي ېې دي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.
دا چې په قطر کې به د طالبانو سیاسي دفتر وتړل شي او که یا؟ دا هغه پوښتنه ده چې راتلونکۍ به ېې ځواب وايي
خو اوس پوښتنه داده چې د دغه دفتر د ممکنه تړل کېدو په صورت کې به ېې پایلې څه وي؟
نو ددې لپاره چې د دغه دفتر د ممکنه تړل کیدو په صورت کې ېې د پایلو په اړه خبرې وکړمه ضروري بولم چې لومړۍ د دغه دفتر د جوړولو په موخو خبرې وکړم چې پایلې ېې لا واضحې شي
لومړۍ اساسي موخه چې د دغه سیاسي دفتر له جوړیدو څخه وه داوه چې د سولې پروسه د پاکستان او ځينې نورو هیوادونو له انحصاره خلاصه کړي او بشپړ بین الافغاني بڼه ورکړي چې د دې لپاره اړینه او ضروري وه چې له سيمې لیرې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شي نو د دغه سیاسي دفتر لپاره د قطر هیواد غوره شو ځکه قطر داسې هیواد وو چې نه ېې له افغان دولت او نه هم له طالبانو سره کومه دښمني درلوده او نه د افغانستان په جګړه کې ښکېل وو.
دوهمه اساسي موخه د دغه دفتر له پرانیستلو څخه دا وه چې طالبان باید یو رسمي سیاسي ادرس ولري ځکه طالبانو تر دې مخه کوم سیاسي ادرس نه درلود او نه داسې کومې لارې شتون درلود چې طالبانو سره پرې نېغ په نېغه اړیکه ونیول شي او د دوی معلوم ځایونه د دوی سنګرونه وه چې تر ډېره پورې ېې په غرونو کې ځای درلود او هلته د حکومتي استازو لېږل له امکان لیرې خبره وه
نو په ټوله کې له دغه سیاسي دفترله جوړیدلو څخه د موخو سرچینه یوه وه “د سولې د خبرو بریالیتوب او له دې لارې په افغانستان کې د بشپړ او تلپاتې ټيکاؤ راوستل“
نو که چېرې دغه دفتر بندیږي نو واضحه ده چې د سولې دروازه به هم ورسره بندیږي ځکه چې د دغه دفتر د بندېدو په صورت کې به یو ځل بیا د سولې پروسه د پاکستان او ځینې نورو هیوادونو تر انحصار لاندې راځي چې د پاکستان او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو تر انحصار لاندې د سولې د پروسې راتګ او د هغوۍ تر چتر او فشار لاندې د سولې د پروسې پر مخ بیول نه د افغان دولت، نه د طالبانو او نه هم د ولس په خیر دي او نه هم کوم یو له دغو دریو (دولت،طالبان او ولس) څخه حاضر دي چې د پاکستان او یا د سیمې د نورو هیوادونو تر چتر او فشار لاندې د سولې خبرې ترسره کړي.
او له بله اړخه د دغه دفتر د تړل کیدو په صورت کې د طالبانو معلوم او رسمي سیاسي ادرس له منځه ځي چې د دغه معلوم سیاسي ادرس له منځه تللو په صورت کې په صورت کې له طالبانو سره د نېغ په نېغه اړیکو د نیول لار له منځه ځي او له طالبانو سره د نېغ په نېغه د اړیکو نیول د سولې د خبرو پيل لپاره اسانه زمینه برابرولی شي نو که چېرې دغه سیاسي ادرس تړل کیږي نو حکومت مجبور ده چې له طالبانو سره د مستقیمو اړیکو د نیولو لپاره د هغوۍ یوازېنیو معلومو ادرسونو ته چې هغوۍ سنګرونه او د جګړې لومړۍ کرښې دي خپل استازي وليږي څه چې د امکان څخه لیرې دي
نو ویلی شو چې د قطر د دفتر تړل کیدل د سولې د ور تړل کېدل دي.
