کابل ټکی کام ۰۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کندهار ولایت څخه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دي چې تېر مازدیګر شاوخوا ۴:۳۰بجې طالب جنګیالیو د خاکرېز ولسوالۍ په توري نومې سیمه کې د پولیسو پر ګزمه په سړک یو ښخ کړی شوی ماین وچاودېد.
دا په داسې حال کې چې د پولیسو سره په ګزمه کې د خاکرېز ولسوالۍ امنیه قومندان هم برخه اخېستې وه.
د کندهار د والي ویاند ښاغلي صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي دي چې په یاد بمي برید کې ۳تنه پولیس وژل شوي دي او د خاکرېز ولسوالۍ امنیه قومندان «شریف الله» او د سیمه ییزو پولیسو قومندان « اسدالله» ټپي شوی دی.
تر اوسه پورې طالب وسلوالو یې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د کندهار ولایت خاکریز کې د پولیسو پر ګزمه بمي برید شوی دی
