کابل ټکی کام

یوې روسي چورلکې سقوط کړی ۲۵ تنه په کې مړه شوي

(کابل ټکی کام : پنج شنبه، لېندۍ۵ مه، ۱۳۹۴ ل)

منابع د روسيې رسنيو له قوله وايي، روسيې کې يوه هليکوپټره لوېدلې چې په کې سپاره ۲۵ تنه ټول وژل شوي دي .

دغه چورلکه د روسيې په “کراسنویارسک” سيمه کې لوېدلې ده .

د خبرله مخې په چورلکه کې سپاره ټول د(MI8) لوړ پوړي چارواکي وه چې د پېښې قربانيان شول .

د  کراسنویارسک ښار له «رود ینی‌سئی» سره نژدې واقع دی او د روسيې سائبرې یو له دريو لویو ښارونو څخه شمارل کيږي .

د سائبريا دغه لوي ښار د روسيې المونيمو تر ټولو  ډیر تولیدونکی ښار دی .

روسي چارواکو تر دې دمه د پېښې لامل نه ده په ډاګه کړی< خو کېدای شي چې تخنيکي ستونزې لامله لوېدلې وي .

سليم بریال

Exit mobile version