کابل ټکی کام

امريکا: د وسلو په خرڅولو کې يې ۳۶ په سلو کې زياتوالی راغلی

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د امریکا دفاع وزارت يا پتناګون ويلي دي، چې سږ کال يې د وسلو له لارې ترلاسه کړی عايد نږدې ۴۷ مليارد ډالر کېږي، چې د تېر کال په نسبت د وسلې په خرڅېدو کې ۳۶ په سلو کې ډېروالی ښيي.

پنتاګون وايي، دغه اندازه به په راتلونکو کلونو کې نوره هم لوړه شي.

د پنتاګون راپور سعودي، مصر، دوبۍ، يمن، کويت او پاکستان هغه هېوادونه ياد کړي، چې ډېره امريکايي وسله يې اخستې ده.

سعودي په تېر نږدې وخت کې له امريکا څخه د ۷ ملياردو ډالرو په اندازه د وسلې اخستلو راپور ورکړی و.

پنتاګون وايي، چې کويت هم په وروستي ځل نږدې د ۳ مليارد ډالرو وسله اخستې ده.

خو د امريکا د وسلو جوړولو شرکتونو بيا له حکومته غوښتي دي، چې د وسلو د خرڅولو لپاره دې له نورو هېوادو سره په تړونونو کولو کې ځنډ نه کوي، چې دې کار د وسلې ويستل له ځنډ سره مخ کړي دي.

Exit mobile version