کابل ټکی کام ۰۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې کندز سقوط وکړ، ولسمشر غني کندز ته په لومړي ځل سفر وکړ او هلته یې د ملي امنیت مامورین وستایل او دوی یې اتلان وبلل، خو په دغه دویم سفر کې یې د کندز ولایت د ملي امنیت رئیس، د دغه ریاست یو شمېر ماورین چې په خپلو دندو کې یې غفلت کړی دی او د ۲۰تنو پولیسو مامورینو د ګوښه کولو امر صادر کړی دی.
ولسمشر غني نن پنجشنه د لېندۍ په ۰۵مه په کندز ولایت کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې «ځینې ګوښه شوي مامورین به د نظامي اصولو له مخې عدلي بنسټونو ته ور وپېژندل شي»
ولسمشر همدا راز په دغه سفر کې جنرال بېګ د کندز ولایت د ملي امنیت د رئیس په توګه وګماره.
ولسمشر پخپلو خبرو کې وویل چې د حقیقت موندونکې پلاوي د څېړنو په اساس د کندز ولایت د سیمه ییزې ادارې او په خاصه توګه د یاد ولایت د ملي امنیت ادارې د پاتې راتلو له کبله سقوط وکړ.
غني پخپله وینا کې وویل چې اتلان به وستایل شي، او د جګړې له ډګر څخه تښتېدلیو مامورینو ته به سزا ورکړل شي.
ولسمشر همدا شان یوه ډله کسان په دنده وګمارل، تر څو په راتلونکو دریو اونیو کې د کندز سیمه ییزو ادارو ته د وړ کسانو معرفي کولو نوملړ تیار کړي، او د هغه یو شمېر ولسوالانو او مامورینو د لېست د برابرولو دنده هم ورسپارل شوې ده چې د جګړې له ډګر څخه تښتېدلي وو.
د یادې ډلې مشري د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمدالله بتاش کوي، او دی به په دغو دریو اونیو کې د کندز د والي په توګه هم وټاکل شي.
ولسمشر ۳نوي اداري واحدونه د ګل باد، اقتاش او ګل تپه او د امنیتي ځواکونو د قومندانۍ لپاره یې یو واحد مرکز هم په کندز کې جوړ کړل.
او همدا راز د غني له لوري د کندز ولایت ماسټر پلان هم منظور شو.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر د کندز د سقوط د پېښې له څېړلو څخه وروسته یو حقیقت موندونکی پلاوی وټاکه، چې مشري یې د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح او د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ ته سپارلې وه.
دغه کمیسون ۶ورځې وړاندې د خپلو څېړنو پایله اعلان کړه، په راپور کې د کندز د سقوط عوامل د خاکستري شبکې موجودیت او ضعیف مدیریت بللي وو.
