(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۶) د کابل غزني پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له کبله دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب احمد وايي، نن سهار د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ۳۰۳ مسافر وړونکی بس موټر له سړک څخه واوښت شپه شو، چې له کبله يې دوه تنه مړه او لس تنه نور ټپيان شول.
دغه راز د پنجشير ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې د يوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او دوه نور سخت ټپيان دي.
وخت ناوخت د موټروانانو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله په لويو لارو ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې هېوادوال پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
