ترکیې، ایران او روسیې موافقه کړې چې د سوریې د جګړې په اړه به د بحث او مباحثې لپاره په استانبول کې یوه غونډه جوړه کړي دا په داسې حال کې چې د دمشق کې په الغوطة الشرقیة باندې روسي او سوریایی بمبارۍ ورځ تر بلې پراخیږي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه سرچینه وایي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغې غونډې په اړه تیره پنجشنبه له خپلو روسي او ایراني سیالانو ولادیمیر پوتین او حسن روحاني سره خبرې کړي او تمه يې څرګنده کړې چې غونډه به په څو راتلونکو اونیو کې پیل کړي.
اردوغان او پوتین موافقه وکړه چې د سوریې په ادلب ښار کې به د نظامې حالت د څارلو په موخه په تیزۍ سره ترصد ځایونه جوړوي، بل خوا طهران، انقرې او مسکو هم تیر کال د سوریې رژیم او مخالفو وسله والو ځواکونو تر مینځ جنګي وضعیت یو څه راټیټ کړی دی.
د الجزیرة خبریال د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له سرچینو په نقل قول سره وايلي چې اردوغان خپل روسي سیال پوتین سره د غصن الزیتون عملیاتو په اړه چې په عفرین کې یې د وحدات حمایة الشعب ډلو ټپلو پر ضد پیل کړی معلومات شریک کړل.
له بل پلوه کرملین ویلي چې پوتین او اردوغان موافقه وکړه چې په سوریه کې به د روسیې او ترکیې خپل استخباراتي او نظامي ځواکونو تر مینځ د همغګۍ کچه لوړوي.
د دې په تعقیب د ایران ولسمشر حسن روحاني په استانبول کې د دغه دری ګونې غونډې هرکلی کړی او د دغو دری واړو هیوادونو تر مینځ یې د سیاسي همکارۍ په ځانګړې ډول د سوریې د قضیې په اړه د خپلې همکارۍ لمن نوره هم پراخوي.
همدا راز اردغان خپل ایراني سیال له دې خبر کړ چې ځینې غربي هیوادونه هم د استانبول په کیدونکې غونډه کې د ګډون لیوالتیا لري.
اردغان ایران او روسیې ته د سوریې پر الغوطة الشرقیة باندې د بریدونو له کبله د رامینځته شوي بشري ناورین په اړه خپل اندیښنه څرګنده کړې او د زر ترزره د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده، اردغان دواړه هیوادونه د سوریې رژیم ضامن هیوادونه ګڼلي.
سره لدې چې دغه درې واړه هیوادونه له تیرو اوو کلونو راهیسې د دغې جګړې مختلف لوري تمویلوي او له تیرو څو میاشتو راهیسې یې په سوریه کې د متحاربو ډلو تر مینځ د تشدد کچې د کمولو هڅه هم کړې ده.
د الجزیرة نه په مننې
عمیر سدوزی
