کابل ټکی کام

عامه تأسیسات څوک ورانوي

لیکوال: عزام حقاني

له کله چي زموږ ګران هیواد دامریکایانو تر ناولي اشغال لاندي راغی، له هغه اولي ورځي تر نن تاریخ پوري اشغالګر او کرائي افغانان یې دمظلومو افغانانو په وژلو لګیا دي په یو اوبل نوم یې شهیدانوي، دباګرام، پل څرخي، کندهار، نود او هفتاد کرغیړنو او له وحشته ډکو زندانونو کي یې محبوسوي، عامه تأسیسات لکه روغتونونه، بازارونه کورونه اوښارګوټي یې ورانوي .
یوازي په روان کال کې دي ظالمانو په هلمند ولایت کي تر څلورو پوري بازارونه او ښارګوټي یو مخیز بمبار کړل ، او همدارنګه په میدان وردګو ولایت کې یې تر درو پوري کلینکونه بمبار اوله منځه یوړل ، او بیا په ډیره بې شرمي او سپین سترګۍ سره وویل چي ځکه مو وران او بمبار کړل چي دطالبانو زخمیان او ناروغان پکي تداوي کیدل، او یاوایې چي دتاریاکو او مواد مخدرو فابریکې مو بمبار کړې ، چورلټ منکر شي چي موږ دي دملکي خلکو دوکانونه او مارکیټونه نړولي ، دادی دهمدي وحشتونو او ظلمونو په درشل کي یې یو ځل بیا د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې دملکي خلکو لپاره دطالبانو لخوا جوړ شوی عمري ښارګوټی نړولی ، اوس به خلکو ته واضح شوې وي چي دکابل اداره چي دامریکایانو په توسط جوړه شوې او دچلولو اشټرینګ یې د امریکایانو په لاس کي ده هیڅکله دافغانانو دهوساکولو نیت نلري څه چي بادار یې ورته ووایې په پټوسترګو لبیک ورته وایې، او خپله کرغیړنه څیره ورځ تر بلي ښکاره کوي او داچه پر موټرو یې لیکلي (پولیس درخدمت مردم) یوازي او یوازي غولوونکی شعار ده چي زیاتره دفیل په غوږ کې ویده افغانان یې په خطا کړي ، ظالمانو تاسو چي وایاست چي فلان او فلان ځای طالبانو جوړکړی او طالبان ترهګر دی او موږ یې تأسیسات نه پریږدو، نو طالبان خو یې له ځان سره نه وړي خو همدا افغانان ترې ګټه اخلي، که داسي وي چي کوم شی طالبانو جوړ کړی له منځه وړل یې ضروري دی نو بیاله طالبانو ولي ګیله کوی چي یوځای دامریکایانو زغروال ټانګ دمین په توسط والوزوي تاسو په رسنیو کې اندوخړ جوړکړی وي چي هغه دی د پنجاب غلامانو ستاسو په اصطلاح سړک وران کړ، وطن یې وران کړ .
په اخیر کې وایم غلامان او ددي ولس دښمنان تاسو یاست چي کافرو امریکانو په اشاره دافغانانو عامه تأسیسات ړنګوی.

په اسلامي نظام پوښلي افغانستان په هیله

Exit mobile version