کابل ټکی کام

فېسبوک درواغجن پېژني

لاروی

فېسبوک هر کال د خپلو استعمالوونکو لپاره یوه نوې استانتیا او زېری له ځانه سره لري. په روان ۲۰۱۸ کې یې د استعمالوونکو لپاره نوی زېری دا دی چې د چا لیکنې او نظریات  ډېر لوستونکي ولري، ډېر کسان یې خوښ کړي، د هغوې لپاره به پراخه اسانتیاوې ورکړي او هم به په فیسبوک کې نوی بدلون راولي.

تېرکال د فېسبوک د حساب په اساس، ډېرو وګړو د فېسبوک له لیارې خبرونه لوستونکو ته رسولي دي. یانې، فېسبوک۶۰ سلنه خبري بڼه غوره کړې وه.

د فېسبوک بنسټګر، مارک زوکربرګ

د فېسبوک باني، مارک زوکربرګ، ويلي چې له دې وروسته به ورځنیو خبرونو ته زیاته توجه ورکوي، ځکه د نورو موضوعاتو په پرتله د خبرونو لوستونکي زیات شوي دي.

خو د زیاتو خبرونو تر څنګ یې دا یادونه هم کړې ده چې فېسبوک خپله نړیواله سروې لري، که د چا خبرونه درواغ وو، فېسبوک درواغجن پېژني؛ په کال کې دوه ځلې یانې شپږ میاشتې پس سروې کوي، د درواغجنو پر مخ به خپله فېسبوک پاڼه وروتړل شي.

لومړی د فېسبوک د باني مارک زوکربرګ اراده دا وه چې فېسبوک د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي، خو د سیاسي موخو لپاره د استعمال ترڅنګ، فېسبوکوالو په خبرونوهم لاس پورې کړ. فېسبوک په پخوانۍ اراده ولاړ پاتې نه شو. د فېسبوک د باني په وینا، که د هغوی پرمخ چې فېسبوک د خبرونو لپاره استعمالوي او پاڼه یې وروتړي، په نړۍ کې به ۳۶ سلنه وګړي د فېسبوک له استعماله بې برخې شي.

مارک وايي یو وخت یې په فېسبوک کې د استعمالوونکو په ذوق خبرونه د کار لومړیتوب ؤ، خو اوس سوداګریزو اعلانونو، سوداګریزې راکړو – ورکړو، علمي بحثونو، مالوماتي لیکنو، تبصرو او د خلکو نظریاتو ته لومړیتوب ورکوي.

د مارک په وینا، په فېسبوک کې لومړی حق هغه څوک لري چې لیکنې یې ډېر خوښوونکي ولري او هغه مواد په فېسبوک کې خپاره کړي چې ورسره د فېسبوک کتونکي زیات شي. فېسبوک هغه چا ته لومړیتوب ورکوي څوک چې په سوداګریزه برخه کې زیات فعالیت ولري؛ خو که په مسلسله توګه چا درواغ وویل، فېسبوک یې په نخښه کوي او پاڼه به یې وتړل شي.

Exit mobile version