کابل ټکی کام

اردوغان: له عراق څخه یې د پوځیانو په ایستنه کې هیڅ د پوښتنې ځای نشته

کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې د ترکیې له هېواد څخه په جدي ډول غوښتنه شوې وه چې په ۲۴ساعتونو کې دې د دوی له ملک څخه ووځي، او که نه، نو په خلاف به یې دوی د هر ډول چارو څخه کار واخلي، او د ملګرو ملتونو د امنیت شوراء ته به له یادې خبرې شکایت وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوی د اخطار څخه وروسته پرون د خبریالانو د پوښتنو په ځوابولو سره وویل چې «له عراق څخه د ځواکونو په ایستنه کې هیڅ د پوښتنې ځای نشته.»
تېره اونۍ چې ترکیې په بغداد کې خپل روزنیز ماموریت لپاره نور پوځیان هم ولېږل چې د عراق پلازمینه کې پرې انتقادونه وشول.
اردوغان یې په وړاندې په کلکه سره وویل چې د دوی له لورې استول شوي پوځیان جنګي سرتیري نه دي.
اردوغان همدا راز وویل چې د روان دسمبر په ۲۱مه نېټه به د ترکیې، امریکا او د عراق د کردستان د کورواکي سیمې ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشي.
د یادونې وړ ده چې د عراق د موصل په بشقیه سیمه کې د ترکیې هېواد سرتېرو یوه ډلګۍ چې کمه شمېره لري په عراق کې له څو میاشتو را هیسې د داعش ډلې پر خلاف د اوطلبه کسانو ته روزنه ورکوي چې ټول شمېر یې ۶۰۰تنه او ۲۵ټانګونو ته رسیږي.

Exit mobile version