کابل ټکی کام

سوريه: سلګونه ډاکټران وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

سوريه کې د طبي مرستو موسسې وايي، په تېرو څو مياشتو کې پر روغتونونو او ډاکټرانو بريدونه زيات شوي دي، چې يوازې په تېر اکتوبر کې ۱۶ ته رسېږي.

د سوريې فعالان وايي، له ۲۰۱۱ز راهيسې پر روغتونونو، روغتيايي کار کوونکو او امبولانسونو بريدونه روان دي، خو اوس يوه جنګي وسيله ګرځېدلې ده او ډېری وختونه په هغو سيمو کې کېږي، چې د دولت له ولکې بهر وي.

راپورونه زياتوي، په دغو سيمو کې د حکومت له لوري ډاکټران وهل کېږي، شکنجه کېږي، بنديانېږي او آن وژل کېږي، امبولانسونه او روغتونونه د هدف په توګه له الوتکو ويشتل کېږي او روغتيايي توکي چور کېږي.

د سرچينو له مخې، د جګړې له پيله تر دې دمه د وژل شويو روغتيايي کار کوونکو شمېر نږدې ۷۰۰ تنه دی، چې له ۲۵۰ ډېر ډاکټران دي.

پخوانيو راپورونو څرګنده کړې وه، چې ۹۰ په سلو کې ډاکټران له سوريې څخه وتلي دي.

د سوريې حکومت او ملاتړي يې په داسې حال کې ډاکټران او روغتيايي مرکزونه هدف ګرځوي، چې د راپورونو پر بنسټ سوريه کې يوولس مليونه خلک بېړنيو طبي مرستو ته اړتيا لري.

Exit mobile version