کابل ټکی کام

امريکا رومانيا کې د توغنديو ضد سيستم ازموينه وکړه

کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د امريکا د هوايي دفاع سرچينو ويلي دي، چې دې هيواد رومانيا کې هغه سيستم وازمويه، چې د توغنديو مخنيوی کوی، دغه پرمختللی سيستم د SM-3 Block IB په نامه توغندی توغوي، چې له ځمکې اداره کېږي.
راپور زیاتوي، د روانې مياشتې په نهمه نېټه دغه توغندي هغه باليستيکي راکټ په بريالۍ توګه له منځه يووړ، چې د هدف په ډول ورښودل شوی وی.
د سيستم جوړوونکې کمپنۍ ويلي، د سيستم له کاميابۍ وروسته به سيستم د روان کال تر پايه په رومانيا کې ځای پر ځای شي.
Exit mobile version