کابل ټکی کام

مهم خبر :  کابل ښار لسمې حوضې شېرپور کې یوه میلمستون کې جګړه روانه ده

کابل (کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ،۲۰مه ۱۳۹۴ ل)

ماښام پر مهالني وخت شپږ بجې دکابل لسمې حوضې اړوند شیرپور سیمه کې د بهرنیانو یوه میلمستون ته  څو تنه سرتيري برید کونکي ختلي جګړه روانه ده .

د لومړنيو معلوماتو پر اساس لومړی دغلته یوه زوروره چاودنه وشوه، د چاودنې غږ ډیر لرې اورېدل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه راستولې خبر پاڼه کې ويلي دي ، چې نن ماښام دکابل ښارشیرپورسیمه کې دبهرنیویوه میلمستون ته ګڼ شمیرسرښندونکي ننوتل، شدید بریدونه دوام لري، درانه تلفات اوښتي دي.

دغه راز له سیمې نه عیني شاهدان وايي چې د سپکو وسلو ډزې اورېدل کيږي، شاو خوا سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده .

نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي

سليم بریال

Exit mobile version