کابل ټکی کام

سعودي: مېرمنې د لومړي ځل لپاره ټاکنو کې ونډه اخلي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د دې هيواد مېرمنې په رايه اچولو کې ونډه اخلي.

راپورونه وايي، چې سلګونو عرب مېرمنو د سعودي په ټاکنيزو سياليو کې ونده اخيستې ده او خپل ټاکنيز کمپاينونه يې ترسره کړي دي.

د سعودي روانې ټاکنې په ټولو ښارونو کې د ښارواليو اړوند چوکيو لپاره ترسره کېږي.

عربستان پر ښځينه کانديدانو د انځورونو خپرولو يا هم چا سره د مرکو کولو په اړه بنديز لګولی او امر يې کړی، چې مېرمنې دې تر ټاکنو دوه اونۍ وړاندې خپلې ټاکنيزې منډې ترړې ودروي.

Exit mobile version