کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د سوريې د الحسکه ولايت د خابور سيمې په په تل تمر کې د درې بېلا بېلو سرتېرو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي دي.
خو په سوریه کې د بشر حقوقو د څاره اداره وايي، چې د بريدونو د مرګ ژوبلې شمېر له اعلان شويو هغو ډېر پورته دی، د بريدونو پړه داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده.
لومړۍ چاودنه د کردي ځواکونو يوې قرارګاه ته نږدې شوې ده او د دغو ځواکونو يو شمېر کسان يې وژلي دي.
دوهمه چاودنه د يوه روغتون مخې ته شوې، چې له امله يې يو ډاکټر او ۴ مېرمنې وژل شوي دي.
د بريدونو سيمه د کردي ځواکونو په ولکه کې ده او پخوا هم داعش وسله والو بريدونه پرې کړي دي.
دعاش تېر کال د دغې سيمې ګڼ ځايونه هم نيولي و، خو لږه موده وروسته کرد ځواکونو بېرته ونيول.
