کابل ټکی کام

ټرمپ: د امریکا استخباراتي کسان هیڅ نه پوهیږي

(کابل ټکی کام ۱۱ سلواغه ۱۳۹۷)

امریکایی ولسمشر ډونالډترمپ د خپل هیواد استخباراتی ادارې ناپوهه او بې ارزښته بللې او ژغ یې پرې کړی چې له سره باید ښوونځي ته ولاړ شي.
نوموړي دا توندې څرګندونې د امریکا د ملي امنیت رئیس ډن کوټس په غبرګون کې کړې چې تیره ورځ یې د امریکا سنا ته په خبرو کې وویل، ایران اټومي بم نه جوړوي او په دې هکله دوی مطمئن دي.
په همهاله توګه د دغه هیواد د سي ای اې مشر جان هاسپل هم ویلي چې ایران اټومي تړون ته اوس هم ژمن دی او سرغړونه یې ترې نده کړې.
ټرمپ ویلي، د ایران په هکله باید جدي احتیاط وشی ځکه چې د ده په وینا ایران دا یو خطرناک هیواد دی.
ټرمپ تر دې وړاندې د امریکا په نورو بنسټونو هم نیوکې کړې وې او هغوی یې بیکاره بللي وو.

Exit mobile version