(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۳)
طالبانو له امريکا سره د خبرو لپاره نوی مذاکراتي ټيم (ډله) اعلان کړې چې مشري يې د قطر د دفتر پخوانی مشر شيرمحمد عباس ستانکزی کوي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې اعلاميه کې ويلي، دا چې له امريکايي لوري سره د اسلامي امارت خبرې روانې دي نو د موضوع د اهمیت په اساس دغه نوې ډله د طالبانو د مشر ملا هبة الله اخندزاده په لارښوونه جوړه شوې ده.
اعلاميه کې راغلي، یاد مذاکراتي ټيم د (اسلامي امارت) د سياسي مرستيال ملابرادر اخند له خوا په کار ګمارل شوی چې مشري يې شير محمد عباس ستانکزی کوي او د ستانکزي په شمول ديارلس غړي لري.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تيره مئ مياشت کې له طالبانو سره شپږ ورځې پرله پسې ناسته درلوده چې د افغانستان ستونزې د حل او له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه پکې خبرې وشوې.
له امریکا سره د طالبانو د نوې مذاکراتي ډلې د غړو نومونه په لاندې ډول دي:
۱ ــ محترم شيرمحمدعباس ستانکزي د ټيم د مشر په توګه.
۲ ــ محترم مولوي ضياءالرحمن مدني د ټيم د غړي په توګه.
۳ ــ محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ټيم د غړي په توګه.
۴ ــ محترم شيخ شهاب الدين دلاور د ټيم د غړي په توګه.
۵ ــ محترم ملا عبداللطيف منصورد ټيم د غړي په توګه.
۶ ــ محترم ملا عبدالمنان عمري د ټيم د غړي په توګه.
۷ ــ محترم مولوي اميرخان متقي د ټيم د غړي په توګه.
۸ ــ محترم ملا محمد فاضل مظلوم د ټيم د غړي په توګه.
۹ ــ محترم ملا خيرالله خيرخواه د ټيم د غړي په توګه.
۱۰ ــ محترم مولوي مطيع الحق د ټيم د غړي په توګه.
۱۱ ــ محترم ملا محمد انس حقاني د ټيم د غړي په توګه.
۱۲ ــ محترم ملا نورالله نوري د ټيم د غړي په توګه.
۱۳ ــ محترم مولوي محمدنبي عمري د ټيم د غړي په توګه.
۱۴ ــ محترم ملا عبدالحق وثيق د ټيم د غړي په توګه.
