کابل ټکی کام

کابلوف: امریکا افغانستان کې ماته ده، ځواکونه ايستل يې په ګټه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۵)

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، امریکا افغانستان کې په بشپړه توګه ماته خوړلې او له دغه هېواده يې ژر تر ژره د ځواکونو ايستل په ګټه دي.

کابلوف دغه څرګندونې له اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کړي.

نوموړي ويلي، د دغه لوبې په پایله کې به بيا هم امریکا د خپلو ځواکونو ايستلو ته اړ کېږي، دا د امريکا د مشرتابه د پريکړې پورې اړه لري، که څومره په دغه هېواد کې پاتې شي هغومره به يې زيات لګښت او مصارف وشي.

کابلوف ويلي، دا د امریکا په ګټه ده چې له افغانستان څخه ژر تر ژره ووځي او له جګړې وروسته افغان حکومت سره مالي مرستې وکړي.

امریکا له تيرو څو مياشتو راهيسې طالبانو سره د افغانستان د مسلې پر حل او له دغه هېوده د ځواکونو د ايستلو په اړه مذاکرات پيل کړي چې د طالبانو په وينا د فبرورۍ په اتلسمه نيټه راتلونکي پړاو مذاکرات په پاکستان له امريکايي پلاوي سره کېږي او د همدغه مياشتې په ۲۵ به په دوحه کې وي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ويلي و که امریکا طالبانو سره يوې پريکړې ته ورسېږي نو ټول ځواکونه به له دغه هېواده وباسي.

خو وړمه ورځ د امريکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جېم اينهاف وويل، ډونالډ ټرمپ سره يې له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په اړه خبرې کړي او هغه ورته ويلي شرایطو ته په کتو به خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

Exit mobile version