کیله یو له هغو میوو څخه ده چې په کافي اندازه ویټامینونه، منرالونه او طبیعي قندي مواد لکه سکروز او فرکتوز لري، طبي پوهان په دې نظر دي چې کیله ډیرو مرضونو لپاره دوا ده.
که هره ورځ یوه یا دوه کیلې وخوړل شي نو دغه مرضونه له مینځه وړلی شي ، د ژورخفګان مخنیوی کوي، د وینې فشار نورمال ساتي، د بدن انرژي پوره کوي، د بدن وینه پوره کوي او کیله د معدې زخم مخنیوي تر څنګ د معدې سوزش هم له مینځه وړي.
ددې میوې پوستکی هم زیات شمیر ګټې لري چې په خوړلو سره کلیسترول (وینې غوړ) کموي همدا شان د سترګو دید یا نظر زیاتوي او پر بدن باندې مښلو سره دانې او خاپونه له مینځه وړي.
