کابل ټکی کام

دولسمشر دکلي مکتب دملي اردوپه پوسته بدل شوی

کابل ټکی کام(چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل)

د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د ملي اردو عسکرو د اشرف غني په پلرني کلي کې یو ښوونځی پر پوسته بدل کړی دی.

پژواک خبري اژانس د ځايي اوسېدونکو په قول وايي، چې ملي اردو د محمد اغې په سرخ‌اب کلي کې یو ښوونځی په داسې حال کې په پوسته بدل کړی چې نوي تعلیمي کال ته یو څو ورځې پاتې دي.

د دې سیمې قومي مخور نجیب الله سرچینې ته ویلي چې وړاندې تر دې يې هم شکایتونه کړي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

دا لومړی ښوونځی نه دی چې د ټوپکو شپېلۍ پکې د ولس پر لوري نیول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په ګڼو سیمو کې ښوونځي د پولیسو، اردو و اربکیانو په نظامي مرکزونو بدل شوي دي.

  د غزني ولایت په مرکز  شمال لوېدیځه څنډه کې د ښځینه او نارینه زده کوونکو د وليعصر په نوم لېسې هم دپوستې شکل غوره کړی، او پر بام يې امنیتي پوسته جوړه شوې ده.

د دې لېسې مسؤلینو ویلي، پرلپسې يې د پوهنې ریاست، ملي امنیت او امنیه قومندانۍ مسؤلینو ته شکایتونه کړي دي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د دې لېسې د ښځینه برخې مدیرې ویلي، نجونې زده کوونکې يې په درسي ساعتونو کې تفریح نه کوي او دا چې عسکر د بام پر سر تاوېږي، له همدې امله يې زده کوونکې حتی له تشنابونو هم استفاده نه کوي.

Exit mobile version