کابل ټکی کام (هفته، مرغومی ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل):
د کندز ولایت نه رپوټونه وايي. چې ددغه ولایت دښت ارچي ولسوالۍ کې ۶ تنو پولیسو خپلې دندې پرېښي او بېرته خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
د خبر له مخې دغه عسکر د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې په دندو ګمار شوي وه، چې بيرته له خپلو دندو راګرځېدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبري اعلامې په ترڅ کې چې د الاماره ویب پاڼې له لارې خپره شوې ویلي دي، چې دغه پولیس او اربکيان د دوي د بلنيز ځانګړي کميسيون مسؤلینو په تشویق، هڅو او د ځايي علماء په توسط په حقیقت پوه شوي او دندې يې پرېښي دي .
اعلاميې دغه راز د نوموړو عسکرو نومونه په لاندې ډول ښودلي دي : چې یو تن يې قومندان جمعه، خالقداد، جنت ګل، صلاح الدین،عبدالحنان اوکریم الله شامل دي.
سليم بریال
