کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۶غوایي، ۱۳۹۸)
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي چې د ایران په خلاف به منځني ختیځ ته خپلې تر ټولو پرمختللې جنګي بیړۍ ولیږي.
دا بیړۍ چې د “یو اس اس ابراهام لینکولن” په نامه یادیږي، جنګي الوتکي انتقالوي.
بولټن ویلي، دا کار ځکه کوي چې ایران ته یو ښکاره پیغام ورکړي.
بولټن وایي، که ایران د امریکا او متحدینو په خلاف کوم ګام پورته کړ؛ نو په خبره یې چې له سخت ځواب سره به مخ شي.
بولټن ویلي، امریکا له ایران سره د جګړې کولو تلوسه نلري خو د ایران له لوري د برید په صورت کې تیار دي چې ځواب ووایي.
دا خبره ایرانی ولسمشر حسن روحاني هم کوي.
روحاني وایي چې ایرانیان له امریکا سره جګړه نه غواړي او د دیپلوماسۍ خلک دي خو په خبره یې چې د برید کولو په وخت کې د ځان دفاع هم کولای شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي وو چې ټرمپ له ایران سره جګړه نه غواړي خو ځیني کسان شته چې هغه ټرمپ د ایران په ضد راپاروي.
ظریف د اسرائیلو د لومړي وزیر او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن نومونه یاد کړي چې ګواکي دوی ټرمپ د ایران په ضد جګړې ته هڅوي.
ایران د امریکا له سختو فشارونو او بندیزونو سره مخ دی خو ایراني چارواکي وایي چې په دوی به دا بندیزونه هېڅ اغیز ونکړي او خپلو صادراتو ته به ادامه ورکړي.
