(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۷)
له تيرو څو ورځو راهيسې د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د افغانستان جګړې د ختمولو لپاره شپږ پړاو مذاکرات روان دي.
پرون چې د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وه د دغه مذاکراتو رخصي وه خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، چې نن به يو ځل بيا په ځايي وخت د سهار له لسو بجو مذاکرات پيل او د ماذيګر تر درېيو بجو به دوام وکړي.
تيره ورځ په قطر کې د شخړو او سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات هم ويلي و چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی او ښايي دغه مذاکرات د يوې هوکړې په ترسره کيدو پای ته ورسيږي.
طالبان وايي، روانې خبرې اترې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په مهالويش ټاکلو ، افغان خاوره د بل چا پروړاندې نه کارولو ورټولې دي خو د امريکايي مرکچي پلاوي مشر زلمی خليلزاد بيا وايي، چې اوربند، د بهرنيو ځواکونو وتل، د چا پرضد افغان خاوره نه کارول، او بين الافغاني مذاکرات هغه څه دي چې بحثونه پرې کيږي.
تر دې وړاندې په قطر کې ځينو سرچينو وويل، د دواړو لوريو تر منځ موافقه شوې خو خبره يواسې لاسليک ته پاتې ده چې طالبان غواړي دغه موافقتنامه د (اسلامي امارت) تر عنوان لاندې لاسليک کړي خو امريکا وايي، چې د طالبانو تحريک تر عنوان لاندې دي لاسليک شي.
تر اوسه د موافقتنامې اصلي او د دواړو لوريو له خوا منل شوي ټکي رسنيو ته نه دي راوتلي خو ويل کیږي چې امريکا له شپږ مياشتو تر د يوه کال په موده کې د خپلو ټولو ځواکونو د ايستلو موافقه کړې ده.
