(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۷)
نيويارک ټايمز ورځپاڼه د بغلان پر امنيې قومندانۍ د بريد په اړه په يوه مقاله کې ليکي، د بغلان د امنيې قومندانۍ په بريد کې ځکه ګڼ پوليس وژل شوي چې وسلې يې نه لرلې.
ورځپاڼه زياتوي، ډيری پوليس افسران د خپلو معاشونو اخيستلو لپاره راغلي و او په انتظار ولاړ و چې دغه مهال پرې برید شوی دی او زياته مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
ورځپاڼه ليکي، د طالبانو موټربم بريدګر له هاموي ټانګ څخه په چاودنه کې استفاده کړې او وروسته يې نورو وسله والو ته چې د پوليسو یونيفورم يې اغوستی و ودانۍ ته د داخليدو لاره هواره کړه ، شاوخوا شپږنيم ساعته جګړه يې وکړه.
د سرچينې په وينا، په دغه بريد کې شل پوليس وژل شوي. تيره ورځ دفاع وزارت د ديارلس پوليسو د وژل کيدو او نږدې څلويښتو د ټپي کيدو خبر ورکړی و خو ځايي سرچينې بيا وايي، پوليسو ته تر هغې زياته مرګ ژوبله اوښتې چې چارواکي او دفاع وزارت يې اعلانوي.
طالبان وايي، په بريد کې د امنيه قومندانۍ ودانۍ زياته برخه ویجاړه شوې، د پوليسو وسلې او وسایط له منځه تللي، زياتوي د دغه موټربم او وسله والو سرتيرو بریدونو کې تر اتيا تنو افسران، استخباراتي کارمندان، پوليس او عسکر وژل شوي او له شپيتو زيات ټپيان دي.
