کابل ټکی کام( جمعه، ۲۱چنګاش، ۱۳۹۸)
له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر نتن یاهو سره په تلفون خبرې کړي دي.
دوی دواړه په سیمه کې د ایران په سیاست سره غږیدلي او د ایران د کړنو د مخنیوي په لارو چارو یې بحث کړی دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر هم په خپل ټویټر لیکلي چې له ډونالډ ټرمپ سره یې د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړي دي.
دوی دواړه دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ایران د امریکا لخوا له سختو بندیزونو سره مخ دی او لا هم د نورو بندیزونو خبر ورکړل شوی دی.
اسرائیل او ایران په سیمه کې سخت دښمنان دي او د امریکا او ایران په کړکیچ کې اسرائیلو د سعودي په ګډون د امریکا لمن نیولې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څو ځله ویلي چې ټرمپ له ایران سره د جګړې تلوسه نه لري خو په وینا یې چې د اسرائیلو لومړی وزیر او محمد بن سلمان یې جګړې ته هڅوي.
