کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دګډ حکومت مشر یوځل بیا دتېر په څېر دیوې طنزیه جملې ښکار شوی اودتولنیزو رسنیو کارونکي دنوموړي هغه وینا نن په خپلو خبرو کې د طنزیه خپرونو پرځای کاروي ،کومه یې چې تیره ورځ مکې معظمې ته د حاجیانو په لومړي پرواز کې تلونکو کسانو ته د خدای پاماني په مراسمو کې کړې وه.
غني حاجیانو ته په خطاب کې ویلي وو، چې کله نوموړی په وروستي ځل عمرې ته لاړ نو هلته یې روزانه حد اقل سل ځله لمونځونه کول او دوعاګانې یې غوښتلې.
ولسمشر زیاته کړې، دا کار یې ځکه کاوو چې هلته دعا قبلیږي،
د نوموړي د دې خبرو وروسته په ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمیر کسانو د نوموړي په دغو خبرو طنزیه خپرونې کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې غني دغسې بې مفهومه څرګندونې کوي، بلکې تر دې وړاندې هم څوځله ولسمشر داسې بې سنده څرګندونې کړي چې خلکو دا خبرې د نوموړي د اسلامي احکامو سره د نابلدتیا وجه بللې ده.
ځینو فعالانو بیا دده خبرو ته په اشارې ویلي چې دده هدف به له سل واره لمونځ څخه سل رکعته لمونځ وو خو نومړی به هر رکعت یو لمونځ شمار کوي.
