کابل ټکی کام

برکینا فاسو بریدونو کې بهرنیان وژل شوي دي

کابل ټکی کام (یکشنبه ۲۷ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د برکینا فاسو دولتي چارواکي وايي چې پدې هوټل کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي دي او له ۵۶ څخه ډېر ټپیان شوي دي.
د المغرب جهادي ګروپ چې له القاعده سره تړاو لري د بریدونو پړه په غاړه اخیستې ده.
د ملک لمړی وزیر وايي چې په وژل شویو کې شپږ تنه کاناډایان دي.
د برکینا فاسو دولت د قربانیانو په وجه ۷۲ ساعته ماتم اعلان کړی دی.
د سپلنډېډ هوټل د برید په ځپلو کې فرانسوي او محلي پولیسو په یوځای عملیات ترسره کړي دي.
پدې عملیاتو کې څلور برید ګر وژل شوي دي چې کېدای شي ښځينه هم پکې شاملې وي.
پدې برید کې د همدې هوټل په شمول، یو (رستورانت) او نږدې یو بل هوټل هم په نښه شوي وو.
د برکینا فاسو د امنیت مشر ویلي دي چې ۱۷۶ یرغمل شوي خوشي شوي دي او د دریو بریدګرو جسدونه چې د کم عمر کسان دي په ځای پراته دي.
ـ په وژل شویو کې شپږ کاناډایان دي چې لمړي وزیر پرې سخت خفګان ښودلی دی.
ـ پنځه د برکینا فاسو دي.
ـ دوه فرانسوي تبعه دي او د فرانسې حکومت ویلي دي چې یو بل وګړۍ یې ټپي دی.
ـ دوه د سوېس د ملک څخه دي چې د هوټل سره نږدي په هغه یوه رستورانت کې وو چې تر حملې لاندې راغلی وو.
ـ د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په وژل شویو کې یو ۶۷ کلن ددوی د هېواد تبعه دی .
ـ یو امریکایی دی چې په لمړي سر کې دده مرګ دده ښځې په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې په ډاګه کړ او وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړ.
د تېرې جمعې په شپه په یوه بله پېښه کې یو بهرنۍ ډاکټر له خپلې ښځې سره اغوا شوی دی چې د مالي سره نيښتې سرحدي سیمې ته وړل شوی دی.
سپلنډېډ هوټل کې اوس هم فوځيان ښکته پورته کېږي، خو جګړه پای ته رسیدلې ده، ډز او ډوز نشته دی.
په پېښه کې درې موټر په مکمله توګه له منځه تللي دي او درې موټر سایکل هم په لاره کې سوزېدلي پراته دي.
د سپلنډېډ هوټل هغه روښانه بانجاني رنګي چراغونه اوس تور شوي دي چې شاید د دود له وجې یې رنګ تور اوښتی وي.
د سپلنډېډ هوټل مخامخ یو بل هوټل دی چې ییبي نومیږي هم د برید ښکار شوی دی او چارواکي وايي چې هلته هم یو بریدګر وژل شوی دی.
په کومو ځایونو چې بریدګرو حملې کړي دي په رښتیا هم د عامو وګړو تک راتګ ورته نه کېده او همدا ځایونه د ملګروملتونو او د بهرنیانو د ناستې ولاړې په ځایونو سره شهرت درلود.
له پېښې څخه وتلي روغ کسان وايي چې یرغمل کوونکو به دوی هر یو کس بېل بېل څارلو او حتی چې په هر کس به یې بېل بېل لاس هم واهه ترڅو څوک ژوندی نه وي پاتې شوی، «دوی ډېر روزل شوي کسان مالومېدل.»
یو بهرنۍ چې له خپلې وړې خور سره یوځای له هوټل څخه په تېښته کامیاب شوی دی وايي چې بریدګرو به هر یو کس بېل بېل وژلو او هېڅ کس یې نه پرېښودلو چې حرکت وکړي او که به چا حرکت وکړ نو د خبرداري په ځای به یې ډز ترې پورته کړ.
«دوی به هر کس له نږدي وڅاره که به کوم کس لږ هم ژوندی وو نو په سر به یې ووېشت، او که به څوک ژوندی هم نه و، نو یو ډز به یې حتما پرې کاوه چې پوه شي کسان مړه دي او کنه.»
په اسلامي مغرب کې القاعده د هغه پاتې شوني یاغیانو څخه جوړه شوې ډله ده چې رېښې یې د ۱۹۹۰لسیزې داخلي جنګونو ته رسیږي، چې ځانونه یې د بهرنیانو له تښتونې او د اسلحو له خرڅولو څخه بډایان کړل.
په ۲۰۰۷ م کال کې دوی اعلان وکړ چې د القاعده تنظیم پورې تړل شوي دي او نور به د غرب د ګټو په خلاف خپله جهادي مبارزه پر مخ وړي.
د القاعده اسلامي تنظیم په نړۍ کې خپل دفترونه لري، دوی اوس په افریقا کې خپل فعالیت تېز کړی دی.
القاعده د داعش ډلې په خلاف د هر چا وژنه نه کوي دوی یوازې د هغه غیر اسلامي هېوادونو په خلاف خپله مبارزه پر مخ وړي چې د مسلمانانو ګټې یې په خطر کې اچولي دي.

Exit mobile version