کابل ټکی کام

سوریه: د لوږې له کبله لږ تر لږه ۲۰تنه وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۲۷مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
ملګرو ملتونو د سوریې په دیر الزور ښار کې د یوه فعال کارکوونکي له قوله خبر ورکړی دی چې په دغه ښار کې د لوږې له کبله د ۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه۲۰ تنه وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو همدا راز ویلي دي چې په یاد ښار کې د ژوند کولو وضیعت له ګواښ سره مخ دی، د دوی په خبره چې په دغه ښار کې ۱۰میاشتې برېښنا نشته، او په اونۍ کې د ۳ساعتونو لپاره د څښاک اوبه راځي.
دوی خبردارۍ ورکړی دی، که وضیعت په همدې ډول سره ادامه وکړي، نو ښایي چې د مړو شمېره د زرګونو طبقې ته پورته شي.
ویل کیږي چې په دغه ښار کې مرستې د سوریې د حکومت او داعش ډلې له خوا نه پرېښودل کیږي.
د یادولو ده چې په دیرالزور ښار کې ۴۵۰۰۰۰کسان ژوند کوي.

Exit mobile version